د مولانا حضرت شاه صيب رح اتمانخېل
{{{ دابن حاجب د عربۍاو پښتو شرحې }}}
( قلمي نسخې)
زما په کتابتون کښې د ابن حاجب د کافيي د عربۍ او د پښتو شرحې قلمي نسخې خوندي ددي اول دا چې ابن حاجب څوک وو د کوم ځای وو او کله زېږېدلې او کله وفات شوی وو او دويم دا چې کافيه د څه کتاب دی دريم دا چې دا شرح چا ليکلي او چا يې کتابت کړی .
(ابن حاجب)= د کافيي ليکونکې عثمان کنيت يې ابو عمر لقب يې جمال الدين وو پلار يې د اموي خلفاو په دربار کښې د حاجب عهده لرله حاجب د دربار وزير او تحريراتو وزير ته ويلې شي نو دې په دغه وجه په ابن حاجب مشهور شو په کتاب خدمتګار د فقير خېل په کتب خانه مرتب او سريزه د ميا وکيل شاه فقير خېل مطبع دانش کتابتون قيصه خواني پيښور چاپ اکتوبر ۲۰۰۳ع کښې د افغانستان نوموړې سر محقق ارواښاد عبدالله خدمتګار بختاني صيب د ابن حاجب د زېږېدنې او ځای ځائيګي باره کښې ليکي
« ابن حاجب په کال ۵۷۰ ھ ق په مصر کښې زېږېدلې وو او په کال ۶۴۶ ھ ق کښې وفات شوی وو او په سکندريه کښې دفن کړی شوی وو .د خپل عصر د متداولو علومو په تيره بيا د عربۍ ژبې د صرف نحو او عروضو او هم دا رنګه د مالکيه فقهې لوی دانشمند وو»
دغه شان دابن حاجب په باره کښې په کتاب تذکرةالمصنفين المعروف بہ تراجم العلماء از مولانا مفتی ابولقاسم محمد عثمان القاسمی فاضل دیوبند,القاسم اکیڈمی جامعہ ابو ھریرہ خالق آباد نوشھرہ,نومبر,2005ع۔
کښې په ۶۷ مخ په اردو کښې ليکلي چې دلته يې پښتو کښې ترجمه کوم
« امام جمال الدين ابو عمر و عثمان بن عمر المعروف بہ ابن حاجب سعيد په مصر کښې د اسنا په مقام پيدا شوی دده پلار کرد قوم سره تعلق وو او د امير عزيز الدين موسک صلاحي سره دربان وو قران مجيد يې په وړوک والي کښې په قاهره کښې وويلو او حفظ يې هم کړو ديني تعليم يې د مالکي فقهې مطابق حاصل کړو دمشقپه جامع مسجد کښې يې امالی فی النحوه ولوستو سکندريه ته راغلو او هلته په کال 646 هق کښې وځان شو
کتابونو کښې يې کافيه فی النحوه زياته مشهوره ده»
کافيه د نحو وصرف د عربۍ کتاب دی چې مشهوړه شرحه يې فوايد ضيائيه فی شرح الکافيه نومې کتاب شرح ملا جامي او دا شرح په مدرسو کښې درسي کتاب په طور لوستې شي
دا زما په کتابتون کښې چې د کافيي کومو شرحو په عربۍ او په پښتو کښې قلمي نسخې پرتې دي دا نوموړي عالم مولانا حضرت شاه صاحب د سوات بلکانه د کلي اوسيدونکې اتمان خېل پښتون د يارلسمې هجرۍ قمري صدۍ په وروستيو کلونو کښې يې ژوند کاوه د خپل وخت لوی عالم فاضل او مدرس وو لويه کتب خانه يې لرله د ساولډهير استادالحفاظ او دديني علومو عالم ارواښاد حافظ احمد جی صاحب د هغه نمسې وو دې مولانا حضرت شاه صاحب ليکلي د عربۍ شرح د سوال چنګازي په نوم سره کاتب محمد نظيف کتابت کړي ده ددې کتاب په اخر کښې ليکي
الحمد لله علی اتمام هذا النسخه اشريفه المسمی سوال چنگازي از دست خط محمد نظیف در ملک حضرت شاہ غفر اللہ لمالکہ ولکاتبہ۔
او د پښتو په شرحه ترقيمه نه ده ليکلي شوي خو دا ښکاري داسې چې دا شرحه به هم مولانا حضرت شاه اتمانخېل ليکلي وي ځکه چې دا د پښتو شرحه هم د مولانا حضرت شاه صاحب د کتب خانې سره تعلق لري
ماخذ
(۱) تذکرةالمصنفين المعروف تراجم العلماء از موگانا مفتی ابوالقاسم محمد عثمان اقاسمی فاضل دیوبند طباعت سال 2005ع
(٢) خدمتګار د فقيرخېل په کتب خانه کښې سريزه او مرتب ميا وکيل شاه فقيرخېل, چاپ۲۰۰۳ع
ليک
ميا وکيل شاه ففير خېل
0 Comments