شعر څۀ تۀ وائې؟
پۀ هر لفظ د ځان پوهه کولو دپاره د هغې لغوي اواصطلاحي معنو نه ځان خبرول لازمي وي۔شعر يا بېت هم يو لفظ دےاو لکه د نورو لفظونو چې پۀ دې مونږ ځان پوهول غواړو نو اول به ئې لفظي معني ګورو به بيا د هغې پۀ مدد ځان اصطلاحي معنې ته رسوو۔ د شعر معنی مختلفو ډکشنرو کړي چې يو څو د مثال پۀ طور ستاسو مخي ته ږدم۔د شعر معنی پۀ فروزاللغات (جديد)کښې پۀ صفحه نمبر 450 باندې د "موزون مقفی کلام"شوي۔هم دغه رنګ اظهراللغات(جديد) پۀ صفحه نمبر 458 باندې کلام موزون او جاننا (پېژندل, پوهه, علم),سره کړي۔هم دغه شان پۀ تاج اللغات (پښتو)کښې پۀ صفحه نمبر454 باندې ښۀ پۀ وضاحت سره کړي"هغه موزون کلام چې پۀ اراده سره ووئيلے شي او قافيه لري۔شعر يا بېت ورته وائې-هم دلته مونږ ته معلومه شوه چې شعر ته خو بېت هم وائې خو د خپل زړۀ د مطمين کولو دپاره مو د بېت معنی د پښتو ايکډمۍ ډکشنرۍ کښې وکتله هغې پۀ صفحه نمبر249باندې ليکلي وو چې بېت شعر ته وائې لفظي معنی خو د شعر معلوم شوه۔د اصطلاحي معنی نۀ مخکې د څۀ پوهانو ذکر کوو چې هغو څۀ وائې چې شعر څۀ ته وائې؟لکه زمونږ سره لوے پوهان ارواښادخوشحال خان خټک صېب وائې"شعر پۀ لغت کښې کلام موزون ته وائې د بېت دواړه مصرعې پۀ تول تللې ,پۀ حروفو سره سمې او پۀ عروض او قافيه سره جوړي وي" دغه شان بل پوهان پروفېسر ډاکټر جهان عالم صېب وائې "هغه دوه مصرعي چې پۀ وزن بحر کښې برابروي هغه شعر دے"-
مولاناشبلي وائې"هغه جذبات چې پۀ الفاظو سره ادا شي شعر دے"يا"د جذباتو اظهار پۀ لفظونو سره کول شعر دے"
رفيع الدين هاشمي وائې"هغه کلام چې موزون او قافيدار وي او بغېر له ارادي ليکلے شوے وي شعر دے"
د للغاتو معني مو وکتلي او ورسره مو د پوهانو کړي د شعر تعريفونه وکتل نو د دې قابيل يو چې وس د شعر معنی او مطلبونه ذهين کښې کېدو او اصطلاحی تعريف ئې وکړو,"شعر پۀ اصطلاح کښې هغه کلام ته وائې چې چې دوه مصرعې لرې دواړه مصرعې روانې وي۔پۀ قافيه رديفو سره سمې او پۀ عرضو سره برابرې وي او دې کښې د حکمت پوهي خبره شوي وې يا پۀ کښې خپل احسايات پۀ زړۀ راښکونکي انداز بيان شوې وې ته شعر وائې"
لکه خوشحال بابا وائې
چې د خلکو نېک خواهي لري پۀ زړۀ کښې
مـبـارک شــه بـادشـاهـــي لـري پۀ زړۀ کښې
راځئ چې اول د دې شعر تقطيع وکړو او اوګورو چې دغه شرتونه پوره کوي؟اولنے شرط د سېلابونو د برابرئ دے۔چې د شعر پۀ پاس مصرعه کښې سومره سېلابه وي نو دومره به پۀ لاندې مصرعه کښې هم وي۔ "د دې پاس شعر دولس سېلابه پاس مصرعه کښې دې او دويولس سېلابونه به پۀ لاندې کښې مصرعه کښې هم وي-
اوله مصرعه
'چې(1)د(2)خل(3)کو(4)نېک(5)خوا(6)هي(7)لٙ(8)ري(9)پۀ(10)زړۀ(11)کښې(12)'
دوېمه مصرعه
مُ(1)با(2)رک(3)شۀ(4)با(5)چا(6)هي(7)لٙ(8)لري(9)پۀ(10)زړۀ (11)کښې(12)
خوشحال بابا د شعر پۀ تعريف کښې وئيلي ؤ چې د شعر مصرعې به پۀ تول تللې وې هغه دا تلل دې چې وس مونږ وکړه,د شعر اوله مصرعه کښې چې سومره سېلابونه وي دومره به لاندې مصرعه کې هم وي-
دوېم شرط۔کوم چې ذکر شوے د قامي قيد يعني شعر به قافيدار وي۔وس قافيه څۀ ته وائې؟ "د شعر پۀ اخېر کښې چې د رديف نه مخکې کوم هم اواز الفاظ راځي هغې ته قافيه وائې ۔ځنې پوهان د قافې دپاره هم اوازۍ سره هم لفظي هم اهمه ګڼې" ځنې خلک اخلاص او لباس هم قافيه ګڼې او ځنې ئې نۀ هغو وائې چې "لباس"او "الماس" هم قافيه ده خو دې سره "اخلاص" نۀ ده ځکه چې الماس په اخېر کښې "س" دے او اخلاص په اخېر کښې "ص"دے او دا د قافې اهم رکن او ملا تېر دے بهر حال دا به وړاندې پۀ خپل ځاے راشي۔
خو دلته پۀ دې شعر کښې" باچاهي"او خېر "خواهي"د رديف نۀ مخکې هم اواز الفاظ او "باچاهي"او "خېر خواهي"کښې ښۀ هم لفظي هم ده-مونږ وئيلے شو چې دوېم شرط هم پوره کوي چې د قافې دے-
درېم شرط;-رديف اول به دا زده کوو چې رديف څۀ ته وائې؟ "رديف هغه الفاظو ته وائی چې د قافې نه بعد بار بار بغېر د څۀ بدلون نه راځي"دې پاس شعر کښې د قافې نه پس چې کوم الفاظ باربار راغلي هغه دې"لري پۀ زړۀ کښې" نو هم دا د دې شعر رديف دے۔
څلورم شرط;-شعر کښې به جذبات احسات بيانېږي"نو هم پۀ دې شعر خوشحال بابا د هغه چا متعلق خپل جذبات بيانوي چې د خلکو "خېرخواهي"کوي۔ او دا جذبات د خوشحال بابا ځکه راپار شوي چې هغه د خلکو احساس لري ۔نو خوشحال بابا ته د خلکو احساس وشو او د هغې متعلق ئې خپل جذبات بيان کړه نو د جذباتو او احساساتو شرط هم پوره شو۔
پنځم شرط:-شعر کښې د پوهي,حکمت, خبرې وي نو دې شعر کښې هم د پوهي خبره شوې چې د خلکو د "خېرخواهۍ"کولو ترغيب دے پۀ کښې,يعنی خلک پوهه کوي چې د خلکو خېر خواهي کوئ,پنځم شرط هم پوره کړو-
شپږم شرط:-خلک ترې خوند واخلي "نو بلکل دا يو خوندور شعر دے د وئيلو دوران ئې ماله مزه راکړه خو د هر چا جمالياتي ذوق يوشان نۀ وي۔داسې خلک شته دے چې هغه د سره شعر خوښوي نۀ,لکه مثال داسې دے چې د ځنو خلکو شنې سترګې خوښې وې او د ځنو توري۔وس د يو کس توري سترګې نۀ دې خوښې دا خو د دې ثبوت نۀ شو ګنې توري سترګې ښکلې نۀ دې,ډېر خلک شته چې پۀ تورو سترګو مړه دې۔يا د يو کس شنې سترګې نۀ دې خوښې او وائې چې شنې سترګې نۀ دې ښکلي وس ته د هغه چانه تپوس وکړه چې شنې سترګې ئې خوښې دې۔ دا ولې؟ يو ته پۀ شنو سترګو کتو کې خوند راځي او بل ته پۀ تورو ځکه مونږ وائې چې شعر ښکلے وي خوندور وي خو هغه چاته چې محسوسولے ئې شي- باقي ما خو د خوشحال بابا دې پاس شعر نه ښۀ خوند واخستو نو زۀ ځکه وايم چې شپږم شرط هم پوره کوي-بله اهم خبره مونږ پۀ شعر د ځان پوهولو کوشش کوو نۀ چې پۀ کښې د خوشحال فن ګورو-(نور پۀ راروانه برخه کښې)-
ليکونکے;- عزيز الله تمانخېل/ اتمانخېل
0 Comments