#ده_پښتون_وطن_وسائل
دا قذرتي ښکلا او د سېلګرې لپاره د بې سارې ښکلا ډکه ننداره د باجوړ د سوېل ختيځ په لور په برنګ کښې د ،بوساق ، د سیمې ده ، دا هغه د قذرتي ښکلا د نندارې ډک ځائې دې چې کم ځائې د ، سوات سيند او پنځکوړه سيند ، ېو ځائې سره غاړې غټې کېږي .
ددې ځائې بله ځانګړتيا دا ده چې دلته درې ضلعې سره ېو ځائې شوي ، د ختيځ په لور د ملاکنډ سیمه ده د شمال په لور کوز دير او د لويديځ په لور ئې باجوړ دې ، د سوات سيند د خپلې سرچينې نه تر کابل سيند پورې 205 کلوميټره مزل کوي د سوات سيند د ،کوهستان ، د سردرو نه راتوویږي د کالام نه راتېړبږي د بشي ګرام سره ځائې په ځائې د سوات اوبه هم ېو کېږي د ،پنځکوړې ، سيند 240 کلوميټره مزل کوي ، ددې ځاېه دا دواړه سيندونه څه لس کلوميټره د باجوړ په سيمه د تېرېدو پس د ضلع مومند تمانخیلو سيمې ته ننوځي د ېو سل ديارلس کلوميټره نه پس د چارسدې ابازو ته ځان اوباسي چې وړاندې په چارسده،نيسته ، کښې د کابل سيند سره ګډ شي.
په چارسده کښې د ،سردرياب ،سیمه د کابل سيند په غاړه ده چې د مچنې د لوري رويستل شوي د ، شاه لم ، ناګمان ، او بډهنۍ ،نهرونه ورسره په نيسته کښې ېو ځائې کيږي. په ،نيسته ،کښېسوات ، پنځکوړه، او ،کابل سيندونو ېو کېدو نه پس ورته ،لنډۍ ، سيند وائي ، د سوات پنځکوړۍ سيندونه چې په چارسده کښې د ،ابازو ،سيمې ته ننوځي نو دلته ئې نوم د ،خيالي ،سيند شي دغه د سوات او پنځکوړۍ اوبه چې لږې مخکښې لاړې شي نو د ،خيالي ،او ،جيندي ، په سيندونو سره جلا جلا ېاد شي.
مولانا خانزېب...
0 Comments