د غازي مېر دل خان شهید اتمانخېل (شهزادخېل) قبر مبارک په خونۀ سټه مقبره باجوړ برنګ کې.
څوک چې د بې شمېره غزاګانو نه پس په کال نولس سوه پینځه دېرشم کې د کپرک ټوټۍ په مقام د فقیر النګار په مشرۍ کې د پیرنګي سامراج په زد د یوې لویې معرکې نه پس شهید شۀ. جنتونه یې نصیب شه.
د مېردل شهید په حواله بلها روایات او سندرې د ارنګ، برنګ او ټوټۍ په غرونو کې انګازې کوي. او عام اولس یې هم په محفلونو کې په فخر بیانوي.لکه چې وایي ـــــ
مېردل غــــازي شــــــۀ پولټیکل یې نغاره که.
جنګ له ځمه د کپرک، جنګ له ځمه د کپرک.
یا داسې نور ګڼ شمېر.
د غازي مېردل شهید په حواله زما تاریخی او تحقیقي څېړنه روانه ده انشاء الله په پایې کښې به یې درسره شریکووم.ـــــــ
سفېد انجُم اتمانخېل
هریانکوټ مالاکنډ
0 Comments