په ګوجــــر ګهــړۍ حمــــله
د 1851 په آخر کښي فرنګيانو د وادى پيښور او د يوسفزو د علاقې د پيمائش او د نقشه کشۍ کار شروع کړي ووـ د ملک خلق پري سخت ناراضه وو ـ او مخالفت ته يي ملا تړلې وه ـ د دې ګران کار دمه "مسټر جيمز" نومى يو فرنګى اخيستي وه -او د هغه د حفاظت دپاره د ګائيډ پلټنى رسالدار فتح خان خټک مقرر شوې وو ـ جيمز او فتح خان د پيمائش د کار دپاره سره د يو فوجى دستې د مردان ښار نه دوه ميله شمال طرف ته د ګجر ګهړۍ په مقام ديره وو ـ چې د شپي په وخت کښي مکرم خان اتمانخيل د ناوي ډهنډ د دوه سوه سورو غازيانو سره پري حمله اوکړه ، جيمـز په دهغه شپه چرته بل ځايۍ شپه وه ـ په دي موقع رسالدار فتح خان خټک ژوبل شو مګر مړ نه شو ـ بل طرف ته د ګائيډ پټنى څه سپاهيان مړه او څه ژوبل شول ـ او غازيان کامياب واپس راغلل ـ سر جاج بنګ هٶنډ ليکى چي دا حمله د بهادر مکرم خان په کمان کښي شوي وه ـ سر جارج مخکښي ليکى چي مکرم خان (اتمانخيل) د سرحد په بهادرانو کښي ډير زيات بهادر يعنې زړور او وتلې شوي انسان وو
Reference : Zamung Mujahideen By Abdul Haleem Asar Afghani
0 Comments