نظيرګل نادان يو زيرك ليكونكى۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
نظيرګل نادان ته به زۀ د باجوړ د ادب پۀ ملګرو كښې د ټولو نه يو ادنا يعنې كشر ليكونكى اووائم ځكه چې زمونګ د وخت د شاعرانو د محفل د ملګرو پۀ شمار كښې به ډير كم عمره نظيرګل نادان ناسته كوله۔۔
خو پۀ ذهن كښې د ډير لوئي ادبي ثقافتي او د يو بيباك صحافي د فكر د نمر پلوشو موجونه وهل !!!
او اخر هم دغۀ موجونو د نمر پۀ چينارونو پۀ نوم د باجوړ د وخت او حالاتو پۀ تيارو كښې د وركو شخصياتو د دنګو دنګو قامتونو پۀ سرونو خپلې پلوشې راپورته كړلې۔۔
د دې حقيقت نه څوك هم انكار نشي كولى چې د باجوړ زرخيزې خاورې ادبي صحافتي قامي سياسي مزهبي د فن او هنر پۀ حواله لوړ لوړ شخصيات راټوكولي او بيا پۀ دغۀ شخصياتو د خپل وخت ليكوالانو خپلې ليكنې وخت پۀ وخت هم كړي خو دا حقيقت هم د منلو دى چې د باجوړ د اتمانخيل پۀ ازاده قامي غيرتي خاوره هم دا يو شخصيت د منتظر پهلوان پۀ شكل كښې زيږيدلى چې د باجوړ نوم ئې تر ډير لرې لرې د خپل قوت پۀ زور منور او سر لوړى ساتلى د ډيرو لوئيو لوئيو اعزازاتو او امتيازاتو اميلونه ئې د باجوړ پۀ ګل ورينه غاړه كښې پۀ قامي پښتنې مينه او جزبه اويزان كړي۔۔
د باجوړ پۀ اولس ئې ډير احسانات او اكرامات لكه د قرض پورې دي خو د باجوړ د اتمانخيل قام د دنګو دنګو غرونو دا لوړ چينار نما شخصيت بيا هم د باجوړ د قلم د خاوندانو د فكر د نظر نه ګمنام پاتي شوى۔۔
زۀ پخپله هم پۀ دې شخصيت د ليكلو پۀ حواله د دومره ډير نزدې تعلوق باوجود ځان قرضدارى او ملامته ګنړم۔۔
زما ورسره د انقلابي شاعر عبدالرشدخان رشيد پۀ واسطه ډير نزدې تعلوق وه د فن هنر نرتوب او سړي توب نه ئې ښۀ متاثر ووم زمونګ د ډير وخت د ډير نزدې تعلوق زمونګ د درې واړو عبدالرشيدخان رشيد منتظرخان او زما پۀ دې كتاب ^ نمر پۀ چينارونو ^ كښې چاپ عكس ژوندى ثبوت دى۔۔۔
بيا به تمبيږي د پلكونو ګزارونه درنه ۔۔
د ستمګرو ياري وكړه نو سندان به شې۔۔
د ګران ملګري نظيرګل نادان د نثر او نظم پۀ دې درئم كتاب نمر پۀ چينارونو كښې د ادب پۀ هر صنف ليكل شوي خو نوى او د كمال ليك پكښې پۀ منتظر پهلوان د مضمون دى زۀ پۀ دى مضمون نظيرګل نادان ته ځكه ځانګړى داد او مقام وركووم چې دا شخصيت تر اوسه چا نۀ ستائيلى او نۀ ئې ياد كړى۔۔
پۀ اصل حقيقت كښې د اولس ترجمان ليكونكى هم دې ته وائي چې د خپل چاپيرچل عكاسي وكړي او هغه شخصيات واقعيات او واردات پۀ نظر كښې ولري كوم چې د معاشرې نه پټ پناه دي ۔۔
ځكه نو زۀ نظيرګل نادان ته د خپل وخت پۀ ليكونكو كښې يو تيز او زيرك ليكوال وائيم هم او ستائيم هم ۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔
جعفرخان جعفر

0 Comments