اپریل ۱۹۳۰

اتمان خيل په کې هم ياد لرئ!!!!!! د دریشتم اپریل ۱۹۳۰ د قیصه خوانۍ پيښه او د اتمان خیلو ردعمل. محمد شفی صابر په خپل تصنیف د صوبه سرحد تاریخ کې لیکلي او یو څه نور لیکنو کې هم چې کله په دریشتم ۲۳ اپریل ۱۹۳۰ د قیصه خوانۍ پيښور خونړئ پيښه اوشوه نو د دې په ردعمل کې په د مئ په میاشت ۱۹۳۰ کې د پنجکوړے د غاړو اتمان خیل د غرنګو په ضد راپاسیدل او شدید احتجاج یې وکړ او د دې سره سره د باجوړ اتمان خیل هم د فرنګو په ضد راپاسیدل د جون په میاشت کې د قبائلې اتمان خیلو لښکر راوړاندي شو او هشنعر تنګي ته د استعمار په ضد راورسیدو دلته فرنګو د فضايې فوځ نه کومک تر لاسه کړو او د اتمان خیلو په لښکر یې بمونه راخلاص کړل او د وړاندي تګ مخ نیوے یې وکړو بیا هم اتمان خیلو د تیښتې په ځای مقابله وکړه او د جیندئ خوړ شاوخوا کې یې سنګري ونیولے او فرنګو سره یې جنګ پیل کړو ولې فرنګو د سیاسي حکمت نه کار واخست او د څه تکړه خانانو په مرسته یې اتمان خیلو د راضي کولو یو څه حده پوري کامیاب کوشش وکړو ولې اتمان خیلو د الینګار فقیر په مشرۍ کې د جیندۍ خوړ په غاړو او شاوخوا سیمو کې د فرنګو په ضد ځل په ځل په نره وجنګیدل او فرنګي یې د لوی زیان سره مخ کړل د سرکار کلیو ته لوی نقصان ورسید. اخیر فرنګو د کرنل سکاټ په مشرۍ کې یو لوی فوځ تنګي چارسدے ته روالیږلو چې د درنو اسلحو، توپ خانو په مرسته یې د اتمان خیلو په لښکرو ګولۍ اوورولے چې په نتیجه کې یې ډېر اتمان خیل پښتانه شهیدان شول. دلته د وطن کې هر کال د ۲۳ اپریل ۱۹۳۰ د خونړۍ پیښې په یاد کې غونډي راجوړیږې ولې څوک هم د اتمان خیلو د دغه غازیانو او شهیدانو ذکر نه کوي کومو چې د پښتون وطن په مینه د قیصه خوانۍ د پیښې په ضد کې سرونه شیندلې. په مننه د امجد علي اتمان خیل

Post a Comment

0 Comments